په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت له لوري یو شمېر زدهکړیز ټولګي جوړ شول
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمتين عادل په خبرو کې وويل: د روان کال له پيله په بېلابېلو ټولګيو کې لکه: د بيان او وينا هنر، عربي او انګليسي ژبه، آنلاین کار (فریلانسینګ)، لومړنۍ روغتیایي مرستې او کمپیوټر ځوانانو ته زدهکړې ورکړل شوې دي.
ښاغلی عادل زیاتوي چې په دې وروستیو کې د هرات د ځوانانو چارو آمریت له لوري د ګرافیک ډیزاین ټولګي پیل شوي دي چې د اډوب لایټ روم، اډوب فوټوشاپ، اډوب پریمیر او کورل ډرا په شان تدریسي پروګرامونه پکې ښودل کېږي.
یادو ټولګیو ته تر ۱۸۰ تنو نوم لیکنه کړې وه، چې د کانکور له ازموینې وروسته ۱۰۰ تنو وکولی شوی، تر څو دغو ټولګیو ته لار پیدا کړي، چې تر دوو میاشتو پورې به روزنه وویني.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د پورتنيو پروګرامونو په ټولګيو کې له ۷۰۰ ډېرو کسانو ته روزنه ورکړل شوې او په راتلونکو ورځو کې به لسګونه ځوانانو ته د وينا هنر ټولګي هم پيل شي.
۱۴/۷/۱۴۴۵ هـ ق
۵/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل
