په نیمروز کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيبالله الهام، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس الحاج مولوي عبدالرحیم فیاض، په لويديځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مسوول شميل احمد مشعل، د محلي رسنيو مسوولينو، د هرات او نیمروز خبريالانو په حضور کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيبالله الهام وويل: رسنۍ بايد خپل مسووليت او رسالت وپېژني او د رسنيو ارزښت او اهميت درک کړي، تر څو خلکو ته خدمت وکړي او د اسلام د سپېڅلي دين له مخې په خپرونو کې حقايق او واقعيت وړاندې کړي.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس الحاج مولوي عبدالرحیم فیاض هم د اسلامي شریعت له نظره د رسنیو په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زياته یې کړه، منفي اعلانونه او تبلیغات د رسنیو د بدنامۍ او تباهۍ سبب کېږي او باید مثبتې او رښتینې خپرونې د رسنیو پرمختګ سبب ګرځي؛ همدا راز نوموړي د رسنیو له مسوولينو وغوښتل، چې خپلې خپرونې د نشراتو د فریکوینسي له مخې تنظیم او د فریکوینسي د اختلال مخه ونیسي.
په پای کې د لويديځ زون د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسوول شميل احمد مشعل د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه چې په نيمروز ولايت کې يې له رسنيو سره همکاري او همغږي کړې ده؛ ښاغلي مشعل د يادې کمېټې د فعاليتونو موخه د دولتي ادارو او رسنيو ترمنځ همغږي او د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا ياده کړه او د مخابراتو له مسوولينو یې وغوښتل چې د فلټر کولو په برخه کې همکاري او رسنيو ته وخت ورکړي.
۱۴۰۳/۱۰/۱۹ه ل
۱۴۴۶/۷/۷ هـ ق