د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
xcvbhj

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دې لیدنه کې د هنر او کلتور معین او د دفاع وزارت مرستیال د بالاحصار د برجونو، دیوالونو، پوځي ګودامونو او خونو د روانو رغنیزو چارو ارزونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دواړه وزارتونه به د بالاحصار تاریخي ارزښت او کلتوري افتخاراتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي؛ دوی ژمنه وکړه چې د رغنیزو چارو پر وړاندې به خنډونه پر وخت له منځه وړي او په دې برخه کې به بېړني اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه د بالاحصار په لمنه کې د جوړ شوي فرهنګي او معلوماتي مرکز چې د بالاحصار څو زره کلن تاریخي، جنګي او فرهنګي آثار پکې خوندي دي، د یاد مرکز د لاپراختیا په موخه پر یو لړ تصامیمو غور وشو.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین او د ملي دفاع وزارت مرستیال ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ به د بالاحصار اړوند غصب شوي برجونه او تاریخي سیمې بېرته را وګرځوي.

۱۴۴۶/ ۱۰/۲۲ هـ . ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

کونړ کې د سیمه ایزو رسنیو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د همغږۍ د اتحادیې له لوري د یونسکو په مالي ملاتړ د کونړ سیمه ایزو رسنیو خبریالانو او یو شمېر امارتي ویاندویانو لپاره یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر خبري آژانس رئیس او هم مهاله د کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان او د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر. . .

BACK TO NEWS