په نیمروز کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
Wed, Jan 08 2025 8:06 PM
sdfgh

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب‌الله الهام، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس الحاج مولوي عبدالرحیم فیاض، په لويديځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مسوول شميل احمد مشعل، د محلي رسنيو مسوولينو، د هرات او نیمروز خبريالانو په حضور کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام وويل: رسنۍ بايد خپل مسووليت او رسالت وپېژني او د رسنيو ارزښت او اهميت درک کړي، تر څو خلکو ته خدمت وکړي او د اسلام د سپېڅلي دين له مخې په خپرونو کې حقايق او واقعيت وړاندې کړي.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس الحاج مولوي عبدالرحیم فیاض هم د اسلامي شریعت له نظره د رسنیو په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زياته یې کړه، منفي اعلانونه او تبلیغات د رسنیو د بدنامۍ او تباهۍ سبب کېږي او باید مثبتې او رښتینې خپرونې د رسنیو پرمختګ سبب ګرځي؛ همدا راز نوموړي د رسنیو له مسوولينو وغوښتل، چې خپلې خپرونې د نشراتو د فریکوینسي له مخې تنظیم او د فریکوینسي د اختلال مخه ونیسي.

په پای کې د لويديځ زون د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسوول شميل احمد مشعل د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه چې په نيمروز ولايت کې يې له رسنيو سره همکاري او همغږي کړې ده؛ ښاغلي مشعل د يادې کمېټې د فعاليتونو موخه د دولتي ادارو او رسنيو ترمنځ همغږي او د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا ياده کړه او د مخابراتو له مسوولينو یې وغوښتل چې د فلټر کولو په برخه کې همکاري او رسنيو ته وخت ورکړي.

۱۴۰۳/۱۰/۱۹ه‍‌ ل
۱۴۴۶/۷/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 20 2025 7:57 PM
Background image

Minister of Information and Culture Meets with Representatives of the Advisory Council for Afghans Living Abroad

 On Sunday, 22nd Shawwal 1446 AH, Minister of Information and Culture Alhaj Mullah Khairullah Khairkhwa held a formal meeting in his office with several representatives from the. . .

Wed, Apr 16 2025 11:33 AM
Background image

Archaeology Directorate Delegation Evaluates Historical Sites in Nangarhar

A delegation from the Directorate of Archaeology, under the Ministry of Information and Culture, led by Director Zabihullah Sadat, conducted a field visit to several historical and. . .

Wed, Apr 16 2025 1:27 AM
Background image

Turkish Cultural Representative Visits the Directorate of Public Libraries

On Tuesday, the 17th of Shawwal 1446 AH, Mr. Mehmet Emre Alpay, the Turkish cultural representative in Afghanistan, visited the Directorate of Public Libraries, which operates under the. . .

BACK TO NEWS