په لغمان کې د الحق المبین کتاب سيالي ترسره شوه
په لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او لغمان پوهنتون په ملتيا د لغمان پوهنتون په انګړ کې د محصلينو ترمنځ د (الحق المبین) کتاب سيالي ترسره شوه.
په دې اړه د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي وایي، په دغه سیالۍ کې د۲۶۰ تنو محصلينو څخه ازموينه واخيستل شوه.
ښاغلي رسولي زیاته کړه، موږ د ځوانانو د روزنې او فکري ودې په موخه داسې سيالۍ تر سره کوو، چې له دې وړاندې مو هم دې ته ورته سيالۍ ترسره کړې دي.
نوموړي وويل: د دغې سيالۍ ۱۵ تنه ممتاز ګډونوالو به په بېلابېلو ډاليو وستایل شي.
۱۴۴۵/۳/۳۰ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۳ هـ ش
