په سرپل کې د ځان ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د جک له دفتر سره په همغږۍ د ځان ساتنې نړيواله ورځ ولمانځله.
په دې غونډه کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي فخرالدين عمير سرپلي، د امرباالمعروف، د عامې روغتيا، د حج او اوقافو رياست استازو، علماوو، خبريالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې له آفتونو، جسمي او رواني ناروغيو څخه د ځان ساتنې په اړه خبرې وشوې.
له دیني عالمانو څخه مولوي انصارالله انصاري د اسلام له نظره د ځان ساتنې د اهمیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د قران کریم د لارښوونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي سرپلي د ځان ساتنې او اصلاح په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ باید د خپل ځان او چاپیریال د سموالي او ساتنې په برخو کې هڅې وکړو.
۱۴۴۵/۱/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۲ هـ ش
