په سرپل کې د (اسلام او دیموکراسۍ) ازموینې غوره ګډونوال وستایل شول

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۱۴
...

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د ديني زده ‌کړو د پراختیا او د دیموکراسۍ د اهدافو د پېژندلو په موخه د (اسلام او دیموکراسۍ) تر سرلیک لاندې یوه علمي ازموینه ترسره کړې وه، چې پایلې یې اعلان او غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو سره وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د اسلامي ټولنې د پرمختګ او د ځوانانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره خپل دین او ټولنې ته خدمت وکړي، نوموړي وویل: دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د فکري ودې او د علمي سطحې د لوړولو لپاره یوه ارزښتناکه موقع ده.
د سرپل د علماوو شورا غړي شیخ فیض‌الله فایز وویل: ځوانان باید د اسلامي تربیې او د لوېدیځې دیموکراسۍ پېژندنې سره خپله لار د قرآن کریم او نبوي سنتو مطابق وټاکي، نوموړي زیاته کړه؛ باید هڅه وشي، ترڅو ځوانان له منحرفو افکارو او هغو وارداتي کلتورونو څخه وساتل شي، چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر فیض‌الله فایز د دې سیالۍ هدف د ځوانانو علمي او فکري وده وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې خپل وخت د ناسالمو بوختیاوو پر ځای د ديني او علمي پوهې د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.
د يادونې وړ ده، چې د ازموینې غوره ګډونوالو ته لپ‌ ټاپ کمپیوټرونه، موبایلونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۸/۲ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۳ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS