(په دودونو او کلتوري ارزښتونو د ټولنیزو رسنیو اغیزې) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۳:۳۶
..

د نورستان اطلاعاتو او کلتور ریاست او یوې همکارې موسسې له لورې (په دودونو او کلتوري ارزښتونو د ټولنیزو رسنیو اغیزې) په نوم لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د ټولنیزو رسنیو د اغیزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ټولنیزې رسنۍ د عامه پوهاوي او معلوماتو خپرولو لپاره مهمې وسیلې دي، خو که ناسمه ګټه ترې واخیستل شي، کولای شي د ټولنې پر دودونو، ارزښتونو او کلتوري بنسټونو منفي اغېزې وکړي، په مثبت استعمال سره کولای شي، چې د ځوانانو وړتیاوې پیاوړې کړي او سالم فکر د خپرېدو سبب شي.
د مسؤلینو په وینا؛ له یاد سیمینار څخه موخه د ټولنیزو رسنیو اغېزو په اړه عامه پوهاوی لوړول، دودونو او کلتوري ارزښتونو ساتنې په برخه کې د ځوانانو رول پیاوړی کول و، دا ډول پروګرامونه جوړول د وخت مهمه اړتیا ده، چې پراختیا او پیاوړتیا ته یې جدي هڅې کیږي.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو پر دودونو او کلتوري ارزښتونو د ټولینزو رسنیو د اغیزو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د دې ډول پروګرامونو پر دوامداره جوړولو یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۹/۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS