په جوزجان کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه ‌الله د فرمانونو تشریح په نوم علمي سیمینار جوړ شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۵:۱۰
......

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې په ګډه همکارۍ شبرغان ښار کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د ۱۷م ګڼې فرمان تشریح په نوم علمي سیمینار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې چې د یو شمېر سیمه‌ ییزو امارتي ادارو مسؤلینو، دیني علمای کرامو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو، د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د فرمانونو ارزښت، د ټولنې په اصلاح کې یې رول او د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت په اړه خبرې وشوې.
د جوزجان والي قاري گل ‌حیدر شفق وویل: د امیرالمومنین هر فرمان د عدالت، اصلاح او اصیلو اسلامي ارزښتونو ته د بیا ګرځیدو پیغام لري، موږ ټولو ته پکار ده چې په ایمان او اخلاص سره د دغو فرامینو په تطبیق کې هڅې وکړو، تر څو ټولنه له بدعتونو او بې ‌اساسه دودونو څخه پاک شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف‌ الدین معتصم وویل: د دغو فرامینو پلي کول یوازې د دولت دنده نه ده، بلکې د هر مسلمان مسؤلیت دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دیني علمای کرامو په همکارۍ د دغو ارزښتونو د عامه پوهاوي او پیاوړتیا لپاره منظم پروګرامونه په پام کې لري.
د سیمینار په پای کې قومي مشرانو او ګډونوالو د څلور کلونو صادر شویو فرامینو ستاینه وکړه، یاد فرامین یې د ولسونو له ګټو سره سم یاد کړل او ژمنه یې وکړه، چې د دغو فرمانونو د ترویج او پلي کولو په برخه کې به هراړخیزه همکاري کوي.

۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS