په جوزجان کې د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه غونډه جوړه شوه

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۴:۱۸
شبل

 

تېره ورځ د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې د دولت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ غونډه د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له لوري جوړه شوې وه، چې پکې د جوزجان ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر رئیس محمد ياسين وقاص، د شمال د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازى عبداللطيف سهاک، د جوزجان د امنيه قومندانۍ وياند قاري عبدالستار حليمي او د دغه ولایت یوشمېر خبریالانو او د رسنیو غړو ګډون کړی و.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، لومړی په شمال کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې استازي عبداللطيف سهاک، د خبريالانو د خونديتوب د کميټې د جوړيدو د فعاليتونو او اغېزمنتوب په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
ورپسې د جوزجان ولايت د امربالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي محمد ياسين وقاص په خپلو خبرو کې وويل، رسنۍ د خلکو ژبه او د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو پل دى. د دې کمېټې په جوړېدو سره به د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي زیاته شي او د بې آساسه او ناسمو خبرونو د خپرولو مخه به ونیول شي.
په جوړه شوې غونډه کې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم د خبريالانو د خونديتوب کميټې د دغه ښه او مناسب اقدام د ستاينې په ترڅ کې وويل، د اطلاعاتو او کلتور رياست تل هڅه کوي چې د رسنيو پر وړاندې هر ډول ستونزې حل کړي.
 دغه راز په دې غونډه کې يو شمېر ګډونوالو د رسنيو د لا زياتو او غوره فعاليتونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه څرګند کړل او په جوزجان ولايت کې يې د دغې کمېټې له جوړېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 
۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS