په برګمټال ولسوالۍ کې د امارت پيژندنې علمي سیالۍ پايلې اعلان شوې

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۳۷
شششششظس

د نورستان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت له لوري برګمټال ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سیالۍ ترسره شوې وه، چې د یوې غونډې په ترڅ کې يې پايلې اعلان او غوره ګډونوال په بېلابېلو ډاليو ونازول شول.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي سميع الحق حق بيان، د برګمټال ولسوال مولوي غلام قادر حيدري، د پوهنې امر  او یو شمیر ادارو مسؤلینو او زده کوونکو ګډون کړي وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بيان وویل: د ځوانانو او زده کوونکو د علمي وړتيا لوړونې، فکري ودې، د امارت په تمامه معنا پيژندل، سالم رقابت او مطالعې ته د هڅونې په پار يې دا سيالۍ ترتيب کړې وه.
د برګمټال ولسوال مولوي غلام قادر حيدري د اطلاعات او کلتور ریاست له مسؤلینو مننه وکړه، چې داسې سیالۍ جوړوي، دې ډول سیالیو سره ځوانان حق او باطل پیژني، فکر يې وده کوي او کتاب لوستنې سره يې ليوالتيا زياتيږي.
د يادونې ده، چې د سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته يو پايه کمپیوټر، دويم مقام ګټونکي ته ځيرک مبايل او همدا راز تر لسم مقام ګټونکو پورې مختلفې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۳/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲
Background image

د ځوانانو چارو معین شاجوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

سه شنبه ( ۱۳ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوی محمد یونس راشد د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ته د ځوانانو د ستونزو اورېدو په موخه سفر وکړ او هلته یې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزير د لښکرګاه ـ هرات عمومي شاهراه ترمنځ د جوړيدونکي سړک له رغنيزو چارو نظارت وکړ

سه شنبه ( ۱۳ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب هلمند ولايت ته د سفر په لړ کې د یاد ولايت د مرستيال والي مولوي محمدنبي حماس او د علماوو شورا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په هرات کې د (نسیم مهر) په نوم د خطاطۍ څلور ورځنۍ نندارتون پيل شو

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د اسلامي او اصیل هراتي خط ژوندي ساتلو په موخه د (نسیم مهر) په نوم د خطاطۍ څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او. . .

BACK TO NEWS