د ځوانانو چارو رئیس د WCC مؤسسې له مسوول سره لیدنه وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۲۳
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي، د WCC مؤسسې له مسؤل بصیر میاخیل سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، ښوونیزو او حرفوي پروګرامونو او د ترسره شویو فعالیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي د مؤسسې مسؤل ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو پروګرامونو پر اغېزمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره اړینه ده چې ټول بنسټونه په ګډه او همغږۍ کار وکړي؛ ځکه د ځوانانو روزنه او د هغوی لپاره د پرمختګ د فرصتونو برابرول د ټولو ادارو او بنسټونو ګډ مسوولیت دی.
، د WCC دغه راز مؤسسې مسوول بصیر میاخیل وویل: اوس مهال په کابل او بلخ ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د ښوونیزو او حرفوي زده کړو دوه مرکزونه فعال دي، چې تر دې مهاله یې ګڼ شمېر ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې او فارغ شوي کسان یې اوس د خپلو کاري وړتیاوو له مخې په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، د ځوان نسل د مسلکي او سالمې روزنې په موخه د ځوانانو چارو له ریاست سره په همغږۍ پر نویو پروګرامونو او پلانونو کار کوي، ترڅو په راتلونکي کې هم ځوانانو ته د زده کړو، مسلکي مهارتونو د ترلاسه کولو او کارموندنې لا ډېر فرصتونه برابر شي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۱ هـ.ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د نیمروز او سمنګان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته جهادي آثار وسپارل شول

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم ته د یاد ولایت د جهادي قومندان مولوي محمد اسماعیل (خالد عمر) له لوري یوه تاریخي وسله، چې د MG 34 (Maschinengewehr 34) په نوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ځوانانو چارو رئیس د WCC مؤسسې له مسوول سره لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي، د WCC مؤسسې له مسؤل بصیر میاخیل سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۹
Background image

لغمان کې د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د سیاحت او ګرځندوی. . .

BACK TO NEWS