په برګمټال ولسوالۍ کې د امارت پيژندنې علمي سیالۍ پايلې اعلان شوې

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۳۷
شششششظس

د نورستان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت له لوري برګمټال ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سیالۍ ترسره شوې وه، چې د یوې غونډې په ترڅ کې يې پايلې اعلان او غوره ګډونوال په بېلابېلو ډاليو ونازول شول.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي سميع الحق حق بيان، د برګمټال ولسوال مولوي غلام قادر حيدري، د پوهنې امر  او یو شمیر ادارو مسؤلینو او زده کوونکو ګډون کړي وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بيان وویل: د ځوانانو او زده کوونکو د علمي وړتيا لوړونې، فکري ودې، د امارت په تمامه معنا پيژندل، سالم رقابت او مطالعې ته د هڅونې په پار يې دا سيالۍ ترتيب کړې وه.
د برګمټال ولسوال مولوي غلام قادر حيدري د اطلاعات او کلتور ریاست له مسؤلینو مننه وکړه، چې داسې سیالۍ جوړوي، دې ډول سیالیو سره ځوانان حق او باطل پیژني، فکر يې وده کوي او کتاب لوستنې سره يې ليوالتيا زياتيږي.
د يادونې ده، چې د سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته يو پايه کمپیوټر، دويم مقام ګټونکي ته ځيرک مبايل او همدا راز تر لسم مقام ګټونکو پورې مختلفې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۳/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۴ هـ ل

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

معینیت امور نشرات سیمینار ارتقای‌ظرفیت فکری، عقیدتی و مسلکی خبرنگاران را برگزار کرد

معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار یک‌روزه‌یی تحت عنوان ارتقای‌ظرفیت فکری، عقیدتی و مسلکی خبرنگاران را در شهر مزارشریف برگزار کرد که در این سیمینار آقای مهاجر «فراهی»، روسا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۸
Background image

معین امور نشرات با مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران در بلخ دیدار کرد

مهاجر «فراهی» معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ با مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران در حضور مولوی صفی الله «رائد» رییس نظارت بر رسانه‌های همگانی، مولوی رحمت الله «نړیوال» مشاور حقوقی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

ارزیابی وضعیت منار تاریخی چهل‌ستون

هیأتی از ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل از منار تاریخی چهل‌ستون بازدید کرد.
هدف از این بازدید، ارزیابی وضعیت کنونی این منار تاریخی و بررسی نزدیک مشکلات موجود در زمینه حفاظت و نگهداری. . .

BACK TO NEWS