په بادغيس کې د کتابونو مطالعي ته د خلکو د هڅونې غونډه تر سره شوه
تېره ورځ د بادغيس اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغه ولايت په مرکز کې د خصوصي کتابتونو له مسؤلینو سره د کتابونو مطالعې ته د خلکو د هڅونې په موخه وکتل.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محترم مولوي مطیع الله "متقي" وويل، چې زمونږ د ټولو کتابتونونو له مسؤلينو څخه غوښتنه ده، چې ځوانان د کتابونو مطالعې ته وهڅوئ، په خلکو کې د کتاب لوستلو کلتور خپور کړئ او په خپلو کتابتونونو کې د اسلامي او افغاني کلتور سره سم کتابونه ولرئ. نوموړي زیاته کړه اسلامي امارت تل هڅه کوي چې کتابتونونه بډایه او خلک مطالعې ته وهڅوي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو وختونو کې یوشمېر کتاب پلورنځیو د باد غيس په قلعه نو ښار کې د کتابونو د پېر او پلور او لوستلو له کمښت څخه شکایت کړی، او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
۱۴۴۴/۷/۲۹ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱ هـ ش
