په بادغيس کې د روژې مبارکې میاشت په مناسبت د قرانکريم دوه ورځنی نندارتون جوړ شو
تیره ورځ د بادغيس د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د قرانکريم ختم ترسره او د قرانکريم دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
په يادو مراسمو کې د بادغيس د علماوو شورا مشر شيخ الحديث مولوي محمد معروف صبور، د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو، د بادغيس د استخباراتو رئيس مولوي محمد عيسی سراج او نورو ګڼ شمير علماوو ګډون کړی وو.
د بادغيس د علماوو شورا مشر شيخ الحديث مولوي محمد معروف صبور د قرانکريم د فضايلو په اړه وينا وکړه، او ويې ويل چې قرانکريم ته بايد ډير درناوی وشي، د اطلاعاتو او کلتور رياست نه يې د دا ډول نندارتونو د جوړولو له امله مننه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس اخندزاده مطيع الله متقي وويل، په قرانکريم کې يادونه شوې چې قرانکريم بايد په ترتيل سره وويل شي، همداراز د مسلمان ملت د نجات ټولې لارې د قرانکريم او اسلام مبارک دين د اوامرو په ځای کولو کې دي.
د نندارتون ګډونوالو په ياد نندارتون کې د قرانکريم له مختلفو نسخو څخه ليدنه وکړه.
۱۴۴۴/۹/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۹ هـ ش
