په ایران هیواد کې د فرهنګي آتشې او سفارت په ګډه همکاري د ازادۍ ورځ ولمانځل شوه

شنبه ( ۱۴۴۶/۲/۱۳ھ ق)د ایران هیواد په پلازمينه تهران کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د آمريکايي اشغال څخه د ماتې او فتحې دريمه کليزه د یاد سفارت او فرهنګي آتشې له لوري ولمانځل شوه.
نیول شویو مراسمو کې تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، فرهنګي آتشه عزت الله اصف، سني او شيعه علماؤ، تجارانو او ګڼ شمېر هلته میشتو افغانانو ګډون کړی وو.
تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني په خپلو خبرو کي وویل؛ تجارانو ته امیرالمؤمنین (حفظه الله) د اقتصادي مجاهدینو لقب ورکړی دی او دوی يې د هیواد مهمه شتمني بللې ده او هغه همدارنګه د دوی پر وحدت او یووالي ټنګار وکړ ورپسې تهران کې د افغانستان د سفارت فرهنګي آتشه عزت الله اصف د آمريکايي اشغال څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په مناسب د اسلامي امارت اعلامیه وویل، نوموړي د اسد مياشتې ۲۴ ( له امريکايي اشغال څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو ورځې) د مبارکۍ ترڅنګ، یاده ورځ د افغانستان په تاريخ کې
له توري شپې څخه د وتلو او روڼ سهار راختلو ورځ یاده کړه..
وروستیو کې د تجارانو په نمايندګي افغان تاجر وویل: خوښ یو چې هیواد یې له جګړې او ستونزو خلاص شو، هغه زیاته کړه اسلامي امارت تجارانو ته لازم سهولتونه برابرکړي دي.
وروستیو کې د سني او شيعه علماؤ په نمايندهګي خبرې وشوې هغوی د افغانستان روان وضعیت او د اسلامي امارت درې کلن مزل ښه یاد کړ او د افغانستان لاسته راوړنې یې وستایلې.
۱۴۴۶/۲/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۲۷ هـ ل