پنجشېر کې د (سکولاریزم پدیدې پېژندنه) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۳۹
..

د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کلمات ښوونیزې–څېړنیزې ادارې او پوهنې ریاست په ګډو همکاریو د (سکولاریزم پدیدې پېژندنه) په نوم کتاب لوستنې سیالي چې څه موده وړاندې دره پنجشېر ولسوالۍ کې د ۳۰۰ تنو ځوانانو ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د دره پنجشېر ولسوال مولوي محمد علمي حق‌شناس ځوانانو ته د علمي او فرهنګي پروګرامونو د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دې ډول پروګرامونو په وسیله د ځوانانو فکري ودې، دیني او ټولنیز پوهاوي کچې د لوړوالي زمینه برابرېږي او ځوانان د ناوړه دودونو او د عقیدې ضد افکارو له منفي اغېزو څخه ساتل کېږي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې سیالۍ موخه د ځوانانو د فکري او دیني پوهاوي لوړول، د معاصرو فکري مفاهیمو پېژندل او د ځوان نسل ترمنځ د مطالعې او کتاب لوستلو کلتور پیاوړتیا یاده کړه.
د غونډې په پای کې د یادې سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته لپ‌ ټاپ کمپیوټر، لاسي ساعت او موبایل ډالۍ شول.

۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS