پروان کې سلګونه ځوانانو ته په وړیا توګه د زده کړو زمینه برابره شوې ده
د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر حمدالله دانش وایي؛ د روان کال له پیل څخه تر دې دمه د مرکز او نهه ګونو ولسوالیو په شمول له زرګونو تنو ځوانانو څخه يې په بېلابېلو کتابونو کې ازموینې اخیستې، چې غوره ګډونوال یې د ډاليو په ورکولو ستایلي دي.
ښاغلي دانش د ځوانانو فکري روزنه او هغوی تعیلم او تحصیل ته هڅول په اوسني عصر کې مهم وبلل او زياته يې کړه؛ ځوانان د هیواد روښانه راتلونکې او سرنوشت ټاکونکي دي.
د نوموړي په وينا، د یادو سیالیو په ترسره کولو سره به ځوان قشر وکولای شي، چې د کتاب لوستنې او مطالعې سره لېوالتیا پیدا کړي، کوم ځوانان چې بې وزله دي او نشي کولای چې خصوصي کورسونو کې فیس ورکړي، نو د ځوانانو چارو آمریت لخوا په وړیا توګه ورته د انګلیسي، کمپیوتر، ویناوالۍ، ریاضي او په لومړنیو روغتیایي څانګو کې په وړیا توګه د زده کړې زمينه برابره شوې ده.
۱۴۴۶/۰۸/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۱ هـ ش
