پروان کې د کتاب یو ورځنی نندارتون ترسره شو
د پروان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د عامه کتابتون مدیریت له لوري د جبلالسراج ولسوالۍ اړوند د هلکانو په عالي لېسه کې د کتاب یو ورځنی نندارتون ترسره شوه، چې پکې د حکومتي ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر زده کوونکو ګډون کړی وو.
د اطلاعات او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: دغه نندارتون د مطالعې دود د پیاوړتیا او مطالعې ته د زده کوونکو هڅونې په موخه جوړ شوی و، د فرهنګ او ګرځندوی آمر د کتاب د ارزښت او ګټو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعې حافظه او ذهن قوي کوي، د رواني او فکري ستونزو د حل توان زیاتوي او د لوستلو او لیکلو مهارتونه پیاوړي کوي.
د جبلالسراج ولسوالۍ د پوهنې آمر هم د کتاب د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د پوهانو په وینا؛ کتاب د انسان تر ټولو غوره ملګری دی، چې د لوستونکو علمي پانګه ډېروي.
د اطلاعات او فرهنګ ریاست د عامه کتابتون عمومي مدیر وویل: په دې نندارتون کې لسګونه بېلابېل عنوانونو درلودنکي کتابونه نندارې ته اېښودل شوي او زده کوونکي کولای شي، چې د خپلې خوښې کتابونه انتخاب او د مطالعې په موخه د ولسوالۍ کتابتون ته مراجعه وکړي.
په ورته وخت کې یو شمېر زدهکوونکو د دې نندارتون هرکلی وکړ، دغه اقدام یې د مثبت ذهنیت په جوړولو کې مهم یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې مطالعه به د خپل ژوند له اساسي اړتیاوو څخه ګڼي.
۱۴۴۷/۴/۱۹ هـ ق
