پروان کې د ځوانانو لپاره يو ورځنی علمي روزنيز سیمنار جوړ شو

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۱۸
ppp

سه شنبه (۳ محرم ۱۴۴۶) پروان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د ځوانانو او د ښوونځيو زده‌کوونکو لپاره (د ځوانانو ويښتیا) تر سرليک لاندې یو ورځنی علمي روزنيز سیمنار جوړ شو.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الرحمن صدیقي په خپلو خبرو کې د ياد سیمینار موخه د ځوانانو فکري سمون، د اسلامي نظام پېژندنه او د ځوانانو ترمنځ د يووالي راوستل بیان کړل.

نوموړي همدارنګه وویل: مخامخ جګړې پای موندلای او د هېواد او اسلام غليمان مو یاد ډکر کې مات کړي دي اوس یې وار را رسېدلی ترڅو د فکري جګړې ډګر کې مبارزه ترسره کړو او د فکري جګړې مخه ونیسو.

همداراز نوموړي له ځوانانو وغوښتل، ترڅو د‌ دښمن د فکري جګړې پر وړاندې هوښیار پاتې شي او د نظام په ملاتړ کار وکړي.

همدارنګه د سیمنار په ترڅ کې علماؤو د اسلامي نظام موخو، ارزښت او اړتیا په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او له ځوانانو یې وغوښتل، چې د اسلامي نظام د ټينګښت او پایښت لپاره مټې راونغاړي. 

 د یاد سیمنار یو شمېر ګډون‌وال د داسې برنامو جوړول د ځوانانو فکري سمون، د معلوماتو زیاتوالي او ویښتیا کې اړین بولي او له مسؤلینو غواړي ترڅو ورته نورې برنامې هم ورته جوړي شي.

۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۹ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

صدها جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه هلمند اهداء شد

ریاست عمومی کتاب‌خانه‌های عامه وزارت اطلاعات و فرهنگ ۶۴۲ جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند اهداء کرد.
آمر گرځندوی و فرهنگ ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت بیان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د هلمند عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول

د اطلاعات او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون ته ۶۴۲ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل شول.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل:. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۱
Background image

بدخشان کې سلګونه تنه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوانان د درې میاشتني ښوونيز پروګرام له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د مسؤلينو په وينا؛ یاد. . .

BACK TO NEWS