د هلمند ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د فکري جګړې په نوم یو ورځنی سمینار جوړ شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۶
.....

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د هلمند ښوونیز مرکز زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري جګړې په نوم یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
د سمینار ګډونوالو ته د خبرو پرمهال د ځوانانو چارو آمر وویل: له یاد سمینار څخه موخه د ځوانانو بیداري او فکري پوهه ورکول دي، موږ بااستعداده ځوانان لرو، غوره مو وبلله چې د فکري جګړې اړوند سمینار جوړ او په دې اړه معلومات ورته وړاندې کړو.
نوموړي پر فکري جګړې هر اړخیز بحث وکړ او ويې ویل: فکري جکړه د پخوا څخه را پیل شوې او تر اوسه پورې دوام لري، دا جګړه تر نظامي جګړې څو برابره خطرناکه ده، فکري جکړه کلتور، عقیدې، اسلامیت او انسانیت ته زیان رسوي، ځکه مسلمان باید په عقیدوي لحاظ جوړ اوسي، تر څو د ټولنې د اصلاح ذریعه وګرځي.
د یادونې وړ ده، چې د ځوانانو چارو آمریت تل هڅه کوي، تر څو د ځوانانو د ذهنیت جوړونې او دوی ته د پرمختګ په موخه ورته سمینارونه جوړ کړي.

۱۴۴۶/۹/۱۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۳ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه د (۱۹ د جمادي‌ الاول ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

فراه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ناسته وشوه 

د فراه ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو آمر، په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل، د يادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۹
Background image

کندوز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز ولايت د والي ملا محمد خان دعوت په مشرۍ ولایت مقام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ له خبریالانو، د سیمه ‌ییزو رسنیو استازو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو. . .

BACK TO NEWS