پروان کې د مقاله ليکنې سترې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۷:۳۰
....

نن شنبه (۹ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تېر شل کلن جهادي بهير د شهيدانو ژوند، شخصیت او کارنامو په اړه د مقاله ليکنې سترې سیالۍ پایلې په داسې حال کې اعلان شوې،  چې د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صديقي، د‌حج او اوقافو رئیس مفتي شفیع الله صديقي، د بشري سرچینو آمر مولوي عنایت الله عمر،مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود. د‌اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د‌ یادې سیالۍ په اړه معلومات ورکړل او زیاته يې کړه چې نننی اسلامي نظام د‌ تنکیو ځلميو او زړورو ځوانانو په قربانیو راغلی.
نوموړي همدارنګه د‌ شهیدانو د‌ قربانیو د‌ قدرداني ترڅنګ وویل مونږ باندې لازمه ده ترڅو ددې نظام پالنه او ساتنه کې پوره ونډه واخلو او خپل اسلامي نظام ملاتړي پاتي شوو.
ښاغلي صديقي زیاته کړه: اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولنې د‌ کور حیثیت لري او تل مو هڅه کړې ترڅو ځوانانو ته هوساینې او د زده کړو زمینې برابرې کړو.

قاري علي محمد د‌ سیالۍ یو تن ګډونوال د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ د داسې برنامو جوړول د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره اړين وباله او د‌ مسؤلینو څخه يې وغوښتل ترڅو دا ډول ډېری برنامې ترسره کړي.
هېره دې نه وي چې یاده سیالۍ کې شاؤخوا سل تنه ځوانانو ګډون کړی وو چې لسو مخکښو ګډون والو ته یې ډالۍ او نورو ته یې ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS