پروان کې د امارت پېژندنې سترې سیالۍ د ازموینې پایلې اعلان شوې

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۲۰:۵۱
..

د پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د پوهنې ریاست سره په همغږۍ  د یاد ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د بیلابیلو ښوونځیو او مدارسو له ۶۰۰ تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب کې د اخستل شوې سیالۍ د آزموینې پایلې اعلان او غوره ګډونوال د جوایزو په ورکولو وستایل شول.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الحق صدیقي د وینا پر مهال ځوانان تعلیم او تحصیل ته وهڅول او ځوانانو ته یې په خطاب کې وویل: چې د ټولنې ځوان قشر باید د هیواد د آبادۍ او پرمختګ فکر ولري، همدا راز دا هیواد تاسو ځوانانو ته اړتیا لري، هڅه وکړئ، ترڅو د دې هیواد د خدمت جوګه وګرځئ.

ورپسې د پوهنې رئيس مولوي سید محمد فیضي ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ژوند مو باید په اسلامي اصولو سمبال وي، ځکه د اسلامي اصولو پابندي د بريالي ژوند تضمين دی، ځوانان باید ډير وخت په زده کړو ترلاسه کولو تير کړي، ځکه د نن ځوانان د سبا ورځې رهبران دي.

د ځوانانو چارو آمر حمدالله دانش ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د یادې  سیالۍ آزموینه او پایله په ښه توګه ترسره شوي او پايلې يې په پوره شفافيت سره اعلان شوي دي. 

د غونډيو په وروستيو شيبو کې د امارت پېژندنې علمي سيالۍ ۲۰ تنه غوره ګډونوال د بېلابېلو جايزو په ورکولو سره وستايل شول. 

۱۴۴۶/۳/۱۹ هـ ق

۱۴۰۳/۷/۱ هـ ل

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS