هلمند کې له فرهنګي او قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۵۱
...

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري لښکرګاه ښار فرهنګي مرکز کې له ګڼ شمېر فرهنګي او قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس حافظ عبدالباري راشد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: مبارزه په دوو (فزیکي او فکري) ډولونو کیږي، نظامونه په فزيکي مبارزې ګټل کيږي او د فکري مبارزې په مټ ساتل کيږي،  اوس مهال د نظام د بقاء په موخه فکري مبارزه اړینه ده، په فکري او قلمي مبارزه کې يووالی ډېر اړين دی، نو پر همدې اساس د مبارزې ترڅنګ بايد ټول قلموال د یو بل ترڅنګ د غربي فکري جګړې پر وړاندي په يو غږ ودريږي او د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي.
د غونډې په لړ کې یو شمېر نورو مسؤلینو وویل: د خوښۍ ځای دی، چې په يو غږ او یووالي سره هلمندي قلموال او فرهنګي ځوانان راټول شوي او د خپلې مبارزې د لا ټينګښت او ځواک لپاره د يو او بل نظرونه او وړانديزونه اوري، مسؤلینو له ټولو قلموالو او فرهنګي ځوانانو څخه وغوښتل، چې خپله مبارزه دوامداره او خپل قلمونه د اسلامي ارزښتونو په ساتلو کې تاند وساتي.
فرهنګي او قلموالو ځوانانو خپل نظرونه، وړانديزونه، او ستونزې شريکې کړې او ټولو په کلک هوډ سره د فکري مبارزې د دوام ژمنه وکړه.
د غونډي په وروستيو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رهبرۍ له لوري فرهنګي او قلموالو ځوانانو ته ستاينليکونه او مادي ډالۍ هم ورکړل شوې.

۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS