هلمند کې د قلموالو، د رسنیو مسؤلينو، خبریالانو او شاعرانو تر منځ ناسته وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۴۱
بلات

د هلمند ولایت د والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي په کوربتوب، د قلموالو، د رسنیو مسؤلينو، خبریالانو او شاعرانو تر منځ د روژه ماتي پر مهال ګډه ناسته وشوه.
د ناستې په ترڅ کې د هلمند والي ښاغلي مسلم د ټولنې په هر اړخیزه اصلاح کې د رسنیو په ځانګړي ډول د لیکوالانو او شاعرانو رول زیات مهم وګڼه او په دې اړه یې بېلا بېل موارد تشریح کړل.
د نوموړي په وینا؛ غواړي د ویاندویانو او رسنیو د مسؤلينو ترمنځ د ګډو ناستو په جوړولو سره هغوی ته دا فرصت برابر کړي، چې د همکارۍ او همږغۍ د پراختیا لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ راشد هلمندي وویل: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ ملاتړی دی او تل دا هڅه کوي، ترڅو د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا لا پیاوړې شي. 
نوموړي د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د دولت، ملت او رسنیو ترمنځ پر ګډ کار ټینګار وکړ او ویې ویل: رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د پله حیثیت لري، د دولت لارښوونې تر ولس او د ولس غوښتنې تر مسؤلينو رسوي، چې دا چاره د دوی ترمنځ د همکارۍ فضا پراخوي او په چارو کي د شفافیت لامل کېږي.

۱۴۴۶/۹/۲۲ ق
۱۴۰۴/۱/۲ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS