هلمند کې د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۲۳
..

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ عامه کتابتون کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهني ریاست په ګډه همکاریو د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو امر وویل: دا ډول سیالۍ د ځوانانو د فکري جوړښت لپاره خورا اغیزمني دي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري، چې هلمند کې د ځوانانو فکري روزنې په موخه دې ته ورته نورې سیالۍ هم جوړې کړي.
دغه راز په غونډه کې ویناوالو د علم ترلاسه کولو پر ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې او د ځوانانو لپاره یې دا ډول سیالۍ جوړول خوار ګټورې وبللې، ویناوالو زیاته کړه، چې د دې سیالیو په وسیله د ځوانانو د پوهې کچه لوړیږي، هڅول کیږي، د اسلامي نظام په اړه یې معلومات زیاتیږي او د فکري یرغل د مخنیوي په لارو چارو پوهیږي.
د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ لومړي مقام او دویم مقام ګټونکي ته کمپیوټرونه، دریم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته الفجر ساعتونه او نورو مخکښو زده کوونکو او د سیالۍ ترتیب کوونکو ته بېلابېل معنوي او مادي ډالۍ ورکول شول.
۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS