هلمند کي د قاريانو، خطاطانو، ليکوالانو او ميناتورانو د ټاکلو په موخه ناسته تر سره شوه
سه شنبه( ۲۴ د شعبان ۱۴۴۵ )د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ياد ولايت د خطاطانو، قاريانو، ليکوالانو او ميناتورانو سره د همغږۍ او مرکز کابل کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د فرهنګيانو څخه د ملاتړ په نوم تر سره کېدونکي سمينار لپاره له دوی څخه د غړو د ټاکلو په موخه ناسته ترسره شوه.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست د رالېږل شوي مکتوب په اساس د فرهنګيانو څخه د ملاتړ په نوم د تر سره کېدونکي سمينار لپاره چي د هر ولايت څخه به يو تن ليکوال، يو تن خطاط، يو تن قاري او يو تن ميناتور د خپلو اثارو سره پکښې ګډون کوي، چي مرکز کابل ته د تلونکو کسانو د انتخاب په موخه دوی رابلل شوي او غونډه ورسره وشوه.
د ناستي په جريان کي له دوی څخه په کابل کې د تر سره کېدونکي سمينار لپاره څلور تنه وټاکل شول، چې د ټولو په استازیتوب به ياد سمينار کي ګډون وکړي.
