هغه بهیرونه او ادبي ناستې چې د ځوانانو د فکري اصلاح او روزنې په موخه ترسره کېږي موږ یې ملاتړ کوو

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۳۲
.....

یادې څرګندونې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د ماڼو ادبي او کلتوري بهیر د پرانیستې په مراسمو کې وکړې، ښاغلي رسولي وویل: موږ د هغو ځوانانو د ادبي او کلتوري راټولېدنو ملاتړ کوو، چې د نوي نسل د فکري روزنې او اصلاح لپاره کار کوي.
د یاد بهیر د پرانیستې او مشاعرې مراسم چې د بصرام کلي د شهید مولوي حبیب الرحمن لېسې په انګړ کې جوړ شوي وو، د رئیس ښاغلي رسولي ترڅنګ پکې د کلتور او ګرځندوی آمر محمد نادر مخور، د یادې لیسې اداري پرسونل، قومي مشرانو، ځوانانو او شاعرانو ګډون کړی و. ښاغلي رسولي وویل: ځوانان انقلابونه راولي، نوښتونه کوي، د همداسې بهیرونو له لارې باید د ځوانانو فکرونه اصلاح کړو، هغوی په اسلامي او شرعي روحیه وروزو.
نوموړي زیاته کړه موږ تل د داسې غونډو او بهیرونو ملاتړ کوو.
ورپسې یو شمېر نورو مشرانو هم خبرې وکړې او د داسې بهیرونه جوړېدل یې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او د فکرونو د اصلاح لپاره مهم وبلل.
وروسته ماڼو ادبي بهیر د پټۍ په پرېکولو سره خپل فعالیت پیل کړ او لومړۍ لمانځنه یې د مشاعرې په ترسره کولو سره وکړه، په مشاعره کې شاعرانو د وطن د آزادۍ او د نورو برخو اړوند شعرونه ولوستل.

۱۴۴۵/۲/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS