هرات کې (د ساده مهارتونو له لارې د انلاین عاید ترلاسه کول) سیمینار جوړ شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۱۲
...

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري (د ساده مهارتونو له لارې د انلاین عاید ترلاسه کول) په نوم ۱۰۰ تنو ځوانانو ته علمي او معلوماتي سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر وویل: یاد سمینار ځوانانو ته له پانګې څخه بغیر له مشروع او قانوني لارو د انلاین کار په وسیلې د عاید ترلاسه کولو زمینې برابرولو په موخه وړاندې شو، ترڅو ځوانان له کمپیوټري زده شویو مهارتونو څخه په موثره توګه ګټه واخلي.
د ځوانانو چارو د آمر په وینا: په دې سمینار کې ګډونوالو ته د عصري مهارتونو، په ځانګړي ډول د فریلانسینګ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او ځوانان وهڅول شول، چې له دغو مهارتونو څخه د عاید ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړي، ترڅو وکولای شي هم د ځان او هم د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ وکړي.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو وویل: په سیمینار کې وړاندې شوي معلومات د انلاین کار د پیل او عاید ترلاسه کولو لپاره ډېر ګټور او عملي وو،  د دوی په وینا، مخکې له دې له انلاین فرصتونو او ډیجیټلي مهارتونو سره کم بلد وو، خو دا مهال یې د زده‌ کړې او فعالیت لپاره انګېزه او پر ځان باور زیات شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په همدې برخو کې درې روزنیز ټولګي جوړ شوي وو، چې د مسئولینو په وینا؛ مثبتې او ګټورې پایلې یې لرلې.

۱۴۴۷/۶/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS