نورستان کې د ماشومانو د ساتنې د حقونو په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۸
.

د نورستان اطلاعاتو او کلتور ریاست او اویک مؤسسې په ګډو همکاریو د ماشومانو د ساتنې د حقونو تر عنوان لاندې لسګونو تنو ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د اسلام مبارک دین له نظره د ماشومانو د حقونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د ماشومانو ساتنه او سالمه روزنه د یوې سالمې ټولنې د جوړېدو بنسټ جوړوي، اسلام د ماشومانو حقونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، د مور غېږ د ماشوم لپاره لومړنۍ مدرسه ده او مور او پلار باید خپلو ماشومانو ته سالمه روزنه او مثبت چاپېریال برابر کړي.
د مسؤلینو په وینا؛ د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) به ماشومانو سره له مینې، مهربانۍ او نرم چلند څخه کار اخیسته، ماشومانو ته مثبته روحیه ورکول د هغوی پر ذهن او روان مثبت اغېز لري.

۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS