ننګرهار کې د غږیزو رسنیو مسلکي ارزونه پیل شوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۴۲
..

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر وايي: دغه ولایت کې ټولې غږیزې رسنۍ په مسلکي ډول ارزیابي کیږي، ترڅو شته نیمګړتیاوې یې تشخیص او د اصلاح په برخه کې ورسره همکاري وشي.
نوموړي زیاته کړه؛ د غږيزو رسنیو د خپرونو مهال ‌وېش، د کارکوونکو تشکیلات، د خپرونو محتوا او د رسنیو همکاري د دغې ارزونې مهمې برخې دي.
 د نوموړي په وینا؛ له دې ارزونې يې موخه دا ده، چې د غږيزو رسنیو فعالیتونه معیاري، د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړې او د رسنیو ستونزو ته واقعي حل‌ لارې وموندل شي، ټولو رسنیو ته سپارښتنه شوې، چې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو تر چتر لاندې داسې محتوا خپره کړي، چې له ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او خلکو ته مثبت الهام او زده‌ کړه ورکړي، ادبي، ټولنیزې او نورې خپرونې باید د ټولنې له دیني، اخلاقي او کلتوري اساساتو سره سمون ولري او رسنۍ باید له نومونو څخه د محتوا د پټولو لپاره ناوړه استفاده ونه کړي.
نوموړي دا هم وویل: چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د رسنیو اقتصادي ستونزو ته مناسبې حل‌ لارې پیدا او هڅه به وکړي، چې د رسنیو د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ کوونکو جذب ته زمینه برابره کړي.

۱۴۴۶/۱۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۳۷
Background image

تالقان ښار کې د خصوصي خپرندویه ټولنو او فوتوکاپي مرکزونو څخه څارنه وشوه

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر په تالقان ښار کې له خصوصي خپرندویه ټولنو او فوتوکاپي مرکزونو څخه څارنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د اطلاعاتو آمر د امارت د پالیسۍ موخې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۳۴
Background image

د خُلم ولسوالۍ د ځوانانو د روزنې له مرکز څخه لیدنه وشوه

د سمنگان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر د خُلم ولسوالۍ د ځوانانو د حرفوي او سوداګریزو مهارتونو د پراختیا له مرکز (BYHD) څخه لیدنه وکړه.
د ځوانانو چارو آمر د هېواد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

دایکندي کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د منار علمي، فرهنګي او خپرنیزې ادارې په همکارۍ ( د ناوړه رواجونو د مخنیوي)  تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار جوړ کړ، چې. . .

BACK TO NEWS