ننګرهار کې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرامينو ښه پلي کولو په موخه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۵۳
..........

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په کامې ولسوالۍ کې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرامينو او حکمونو د لا ښه پلي کولو په موخه د عامه پوهاوي ولسي غونډه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح‌ الله نوراني د غونډې ګډونوالو ته وویل: د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرامينو او حکمونو عملي کول پر هر مسلمان واجب دي، ځکه د اسلام له نظره د ټولو حقوق پکې په بشپړ ډول ټاکل شوي دي او دغه فرامين د ټولنې د نېکمرغۍ او د ناسمو دودونو د له‌ منځه وړلو په موخه پلي کېږي.
دغه راز په غونډه کې د کامې مرستیال ولسوال، د ننګرهار پوهنې رئیس، د علماوو شورا استازي د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرامینو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ويل: په ټولنه کې د ناوړو دودونو مخنيوی د اسلامي نظام په بشپړ پلي کولو سره کېږي.
ورته مهال د کامې ولسوالۍ یو تن قومي مخور وویل: ولس د اسلامي نظام حاکمیت په موخه ډېرې قربانۍ ورکړې دي، د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرامینو ته لبيک وايو او د اسلامي نظام مسؤلینو ته ډاډ ورکوو، چې ولسونه مو پوره ملاتړي دي.
د غونډې په پای کې د ننګرهار د ځوانانو چارو آمر له لوري د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله ۱۷مې ګڼې فرمان ولوستل او ياد فرمان په چاپي بڼه پر ټولو ګډونوالو ووېشل شو.
۱۴۴۷/۵/۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۱۵
Background image

ګرشک کې د قرآن کریم او د کتابونو د مطالعې یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د قرآن کریم او د کتاب د مطالعې یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې په دغه نندارتون کې د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو ترڅنګ. . .

BACK TO NEWS