میرویس نیکه خصوصي پوهنتون زابل اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سکالرشیپونه ورکړل
د زابل ولایت د اطاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د کندهار ولایت د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون سره د حقوقو او اقتصاد پوهنځیو کې د ۸۰ او ۶۰ سلنه تخفیف هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون د عامه اړیکو مسؤل عبدالقادر تکين وایي، دوی به په نورو برخو کې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاریو ته دوام ورکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر نياز محمد زيارمل د مننې ترڅنګ میرویس نیکه پوهنتون ته یو شمېر نور وړاندیزونه هم وکړل، نوموړي غوښتنه وکړه چې ياد پوهنتون دي يوه څانګه زابل کې هم پرانيزي.
په دې اړه د زابل اطلاعاتو او کلتور رٸيس مولوي رحمت الله حماد وویل، اسلامي امارت مسلکي کدرونو ته اړتیا لري او ځوانان دې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۵/۱/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۶ هـ ش
