میدان وردګو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد ووېشل شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۴
..

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز میدان ښار کې د یوې پراخې ولسي غونډې پر مهال، د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوی) فرمان په اړه د عامه پوهاوي په موخه، لسګونه معلوماتي بروشورونه، بینرونه، سټیکر او نور چاپي توکي چې د خپرونو چارو معینت له لوري چاپ شوي په ولسي خلکو وویشل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د دغو معلوماتي موادو د وېش موخه خلکو ته د یاد فرمان د لارښوونو رسول او د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوی کول دي. نوموړي زیاته کړه، هڅه کېږي چې د یاد فرمان اړوند معلومات د میدان وردګو ولایت ټولو ولسوالیو ته ورسول شوي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۳
Background image

المار ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د المار ولسوالۍ د پوهنۍ آمریت په همکارۍ د ښوونځیو او مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکو ترمنځ د مشرتابه (حفظه الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د (امن او ورورولۍ) په نوم ولسي مشاعره ترسره شوه

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري او د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ د کرکټ یووالي جام کمېټې په همکارۍ، فرضي کرښې ته څېرمه سیمه کې د (امن او ورورولۍ) په نوم پراخه ولسي مشاعره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۴
Background image

میدان وردګو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز میدان ښار کې د یوې پراخې ولسي غونډې پر مهال، د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوی) فرمان په اړه د عامه. . .

BACK TO NEWS