مقدمه یی بر تدوین استراتیژى " کتاب مخکتنه وشوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۹:۵۴
مقدمه یی بر تدوین استراتیژى " کتاب مخکتنه وشوه

 “مقدمه یی بر تدوین استراتیژى با تاکيد بر منافع ملى افغانستان " کتاب نن په کابل کې مخکتنه وشوه.
د دغه کتاب ليکوال د کورنيو چارو وزارت پخوانى وزير سترجنرال مجتبى پتنګ دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه کتاب د مخکتنې په غونډه کې د اثر ليکوال مجتبى پتنګ وويل: په دغه کتاب کې د بې ثباتۍ اصلي عوامل، د ټولنې په پرمختګ کې د ستراتيژۍ ارزښت، د ستراتيژۍ نشتوالى، د ستراتيژۍ ارزښت او په افغانستان کې د ستراتيژيو ناخوالى بيان شوى دى.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهر زهير وويل: د ستراتيژۍ نشتوالى په افغانستان کې يوه ستره ستونزه ده او د دغه کتاب خپرېدل کولاى شي د سترو ملي او فرهنګي ستراتيژيو په رامنځته کولو کې ارزښتناک رول ولري.
د زهير د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې سياسي او پوځي فضا د توطيې پر تيوري بنا شوې ده او دغه شان ستراتيژۍ کولاى شي د دغه شان توطيو په ځپلو کې مرسته وکړي.
هغه زياته کړه چې د ټولنو پرمختيا په فرهنګ کې ريښه لري او د دغه کتاب خپرېدل کولاى شي د فرهنګ په پياوړتيا او د لوستلو په رواجولو کې مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې ستراتيژۍ د دښمن په پېژندلو کې زياته مرسته کوي.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني وزير سيد مخدوم رهين وويل چې دولتونه د ستراتيژۍ لرلو او د ستراتيژۍ ارزښت ته اړتيا لري. د هغه په باور؛ د دولت په ستراتيژۍ کې اړتيا ده چې د تروريزم پر ضد فرهنګي مبارزه په پام کې ونيول شي.

د " مقدمه یی بر تدوین استراتیژى با تاکيد بر منافع ملى افغانستان " کتاب ٣ فصلونه او ٣١٧ مخونه لري چې (مرکز مطالعات ثبات پايدار) خپور کړى دى.


کابل / د تلې ۹ مه / باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وای‌ اېچ‌ ډي‌ موسسې په ګډې همکارۍ ۱۰۵ تنه ځوانان د مسلکي او حرفوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ او د حرفو اړوند کاري وسایل هم ورته ووېشل شول.
د فراغت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS