معین نشرات از دشت لیلی جوزجان و قلعه جنگی بلخ دیدار کرد
يکشنبه ( ۲۴ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حيات الله مهاجر فراھي د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان اړوند د دشت لیلې په دښته کې د ډلئیزو شهیدانو له هدیرې او د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له جنګي کلا څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مهاجر فراھي وویل: چې دواړه سیمې د افغانستان د فاجعو او ظالمو څھرو د ستر ظلم نه هیریدونکې خاطرې دي او هغوی چې د بشرې حقونو مدعیان یې ځانونه بلل، په ډیره بې رحمۍ سره يې ستړي مجاهدين شهیدان، زخمیان او له ډول ډول شکنجو لاندې ونیول.
دښت لیلی د شبرغان ښار اړوند لویه دښته ده، چې د جنرال دوستم د ډلهئیزو وژنو له کبله مشهوره شوې ده او جنګي کلا، چې د بلخ ولايت په دھدادي ولسوالۍ کې شتون لري د ۸۰یمو کلونو پرمهال، شاوخوا ۲۰۰۰ اسیر مجاهدین په کې شهـیدان شول او د تاریخ په کچه لوی ظلمونه پکې ترسره شول.
ھمداراز نوموړي د شبرغان له مرکزي زندانه، چې یو وخت په کې له يو شمېر عسکرو لخوا بندي پاته شوی وو؛ هم لیدنه وکړه او له زندانیانو سره د ښه چلند په برخه کې یې اړوند مسؤلینو ته لازمې لار ښوونې وکړې.
۱۴۰۳/۳/۱۳ ھ ش
۲۰۲۴/۴/۶/۲ ميلادي
