مطالعې ته د هڅونې په موخه پر ځوانانو کتابونه وویشل شول
تېره ورځ د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د ښوونځيو پر لسګونه زده کوونکو کتابونه او اتحاد جریده ووېشله.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتو ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وایي، د دې کتاب او اتحاد جریدې ویشلو څخه یې موخه کتاب لوستنې ته د زده کوونکو هڅول دي، ترڅو ځوانان مطالعې ته مخه او خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي.
ښاغلي حقاني وویل: په دې ورستيو کې موږ ځوانان وینو چې د مطالعې څخه يې مخ اړولی او په يو داسې څه مصروف دي چې هغه د ځوانان لپاره هېڅ ګټه نه لري، ځوانان هره وخت کولای شي، چې د مطالعې لپاره کتابونه وپیري او مطالعه یې کړي، هغه ځوانان چې کتابونه مطالعه کوي، زمونږ د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون یې په خدمت کې دی هلته دې راشي او د خپلې خوښې کتابونه دې په سالم چاپیریال کې مطالعه کړي.
ورپسې د دغه ریاست رئیس مولوي مصطفی هاشمي وویل، مطالعه کول د هر انسان لپاره اړينه ده او په کار ده چې د مطالعې لپاره ټول کسان وخت ځانګړی کړي.
د ښاغلي هاشمي په خبره د مطالعې دود له کلونو راهیسې کمرنګه شوی، د اطلاعاتو اوکلتور ریاست هڅه کوي چې بېرته یې راژوندی کړي. زما توصیه دا ده چې د کتاب لوستل په ژوند کې ډېر رول لري، باید کتاب ولولو نو مونږ په همدې موخه ځوانان هڅوو چې کتابونه ولولي او مطالعه وکړي.
۱۴۴۵/۲/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳۱ هـ ش
