محمد طاهر زهير: په ټولنه کې پرمختګ د فرهنګ او هنر په پرمختګ پورې تړلى دى

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۶:۲۹
محمد طاهر زهير: په ټولنه کې پرمختګ د فرهنګ او هنر په پرمختګ پورې تړلى دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په هغې غونډه کې چې د دغه وزارت د ملي تیاتر ریاست د تیاتر نړیوالې ورځې په درناوي د کابل نندارې په تالار کې جوړه کړه؛ وویل چې په ټولنه کې پرمختګ د فرهنګ او هنر په پرمختګ پورې تړلى دى.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې لومړی په فرهنګي چارو کې د جمهوررییس سلاکار محمد زرین انځور د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني پیغام ولوست.
په دغه پيغام کې د تياتر نړيواله ورځ هنرمندانو او د هېواد ټولو خلکو ته مبارکي ويل شوې ده او په کې راغلي دي چې په افغانستان کې د تياتر د ودې په خاطر په اماني دوره کې هلې ځلې وشوې او ارزښتناک ګامونه هم اخيستل شوي دي.
دغه راز د هېواد د جمهوررييس په پيغام کې ویل شوي دي چې د تېرو جګړو او ناامنيو شرايط د هنر په تېره بيا د تياتر په برخه کې پرمختګ او فعالیت له خنډ سره مخ کړى و او له شک پرته چې د سولې په ټينګښت سره په هېواد کې د هنر د پرمختګ زمينه هم برابرېږي.
وروسته په غونډه کې، د هېواد لومړۍ مېرمنې په تصويري پيغام کې د تياتر نړيوالې ورځې په مناسبت هنرمندانو او د هېواد خلکو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د تياتر هنر د نمايشي هنرونو له جملې څخه دى چې هنرمندان له دې لارې بېلابېل او په ځانګړې توګه د سولې پيغامونه د نړۍ خلکو ته رسوي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د تياتر نړيواله ورځ د هېواد هنرمندانو او د هېواد ټولو خلکو ته مبارکي وويله او په افغانستان کې د تياتر د تاريخچې په اړه یې معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: په رسمي ډول د شاه امان الله خان په وخت کې د تياتر بنسټ کېښودل شو او په هغه دوره کې په بېلابېلو فرهنګي برخو کې بدلون رامنځته شو، خو که چېرې هغه دوره له اوسنۍ دورې سره پرتله کړو، پرمختګ نلرو او دا خبره د اندېښنې وړ ده.
هغه څرګنده کړه چې په ټولنه کې پرمختګ د فرهنګ او هنر له پرمختګ سره تړلى دى او هيله يې وکړه چې د همدې کال په بهير کې د تياتر فعاليتونه بدلون او پرمختګ ولري.
محمد طاهر زهير ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري، یوه غونډه جوړه کړي چې په کې فرهنګيان او د افغانستان د هنر مخکښان د تياتر هنر د ښه والي په خاطر خپلې نظريې شريکې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د ملي تياتر رييس سيد منصور رحماني په افغانستان کې د تياتر د تاريخي لرغونتیا او د ملي تياتر رياست د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه څرګنده کړه چې د تياتر هنر د نمايشي او روزنيز مرکز په توګه په نړۍ کې د نندارې له اصيلو او تلپاتو هنرونو څخه شمېرل کېږي او دغه هنر د انسانانو په ټولنيز ژوندانه کې جرړې لري.
په همدې ترتيب د هنر عالي شورا مرستيال تيمورشاه حکيميار په خپلو خبرو کې د تياتر نړيوالې ورځې په مناسبت د هېواد هنرمندانو ته مبارکې وويله او په ټولنه کې یې د تياتر هنر د ارزښت او د تياتر نړيوالې ورځې د موخو په اړه معلومات ورکړل.
هغه د تياتر له هنرمندانو څخه چې په ناڅيزو امکاناتو سره بيا هم خپلو هنري فعاليتونو ته يې دوام ورکړى دى او نندارې يې اجرا کړې دي، قدرداني وکړه او د تياتر او د تياتر هنرمندانو د ملاتړ په خاطر یې د مسوولينو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د هېواد پخوانۍ هنرمندې ياسمين يارمل په خپلو خبرو کې د اړتيا وړ امکاناتو د کمښت او آن د نشتوالي په ګډون د تياتر د ممثلانو یولړ ستونزې او له هنرمندانو سره د مسوولينو کمه پاملرنه بيان کړه.
هغې تياتر او د تياتر هنرمندانو د ملاتړ په برخه کې د حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د غونډې په بهير کې د تياتر ممثلانو د تياتر ننداره اجرا کړه او د موسيقۍ رياست هنرمندانو د موسيقۍ پارچې وغږولې.
کابل/ د وري ۷ مه/ باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS