محمد طاهر زهير: د فيروز کوه موسسې روزنيز کارونه د ستاينې وړ دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۹:۶
محمد طاهر زهير: د فيروز کوه موسسې روزنيز کارونه د ستاينې وړ دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د فيروزکوه موسسه وکتله. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د فيروز کوه موسسې، د فيروز کوه انستيتوت او د فيروز کوه د لومړني ښوونځي بېلابېلې برخې وکتلې . محمد طاهر زهير د فيروز کوه موسسې د کارونو په ستاينې سره وويل چې دغه موسسه د لرغوني کابل د اثارو او فرهنګ په ژوندي ساتلو کې ارزښتناک رول لري. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې د فيروز کوه انستيتوت روزنيز کارونه د ستاينې وړ دى او د زده کوونکو د استعدادونو د ودې سبب کېږي . محمد طاهر زهير زياته کړه چې د دغې موسسې يو ارزښتناک کار د فيروز کوه انستيتوت زده کوونکو ته د کار د زمينې برابرول دي. د فيروز کوه د موسسې رييس ستن تروپ وويل چې د فيروز کوه انستيتوت هر کال په حکاکۍ، خطاطۍ، سراميک، زرګرۍ او نورو فرهنګي برخوکې له څلويښتو څخه تر اتيا پورې زده کوونکي روزي او له زده کړې وروسته هغوى ته د کار زمينه برابروي. د هغه د څرګندونو له مخې؛ د فيروز کوه موسسې زيات اثار د دغې موسسې زده کوونکو توليد کړي دي . د فيروز کوه موسسې رييس زياته کړه چې تر اوسه پورې د لسو ميليونو ډالرو په ارزښت د فيروز کوه انستيتوت د زده کوونکو آثار له هېواد څخه بهر پلورل شوي دي. فيروز کوه موسسې په ٢٠٠٦ميلادي کال کې په افغانستان کې په فعاليت پيل وکړ او په روزنيزو، د لرغونو اثارو د بيارغاونې په برخه کې فعاليت کوي .

کابل / دتلي ١٦مه / باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS