محمد طاهر زهير او د «دافا» موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ

farzad
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۵۲
محمد طاهر زهير او د «دافا» موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير او د “دافا” موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد هوکړه ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي هم حاضر وو؛ لومړى د یاد وزارت د لرغونپېژندنې رييس نور آغا نوري د دغې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپېژندنې پلاوی (دافا) د لرغونپېژندنې رياست په همکارۍ په بالاحصار پورې اړوندې ودانۍ او دېوالونه چې پخوا ويجاړ او تر خاورو لاندې شوي دي، کيندي او د تاريخي اصالت له په پام کې نيولو سره هغه بيا رغوي. هغه وويل چې آغا خان فرهنګي بنسټ په ٢٠١٨ کال کې د کابل بالا حصار د ترميم او ټينګښت کار پيل کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې په بېلابېلو برخو په تېره بيا فرهنګي برخه کې د آغا خان فرهنګي بنسټ او د “دافا” موسسې د همکاريو او کارونو قدرداني وکړه. هغه هيله څرګنده کړه چې يوه ورځ د دې شاهدان واوسي چې د کابل بالا حصار د افغانستان د لرغونپېژندنې پارک اعلان شي او ويې ويل چې د افغانستان د لرغونپېژندنې پارک په توګه د دغې تاريخي ساحې اعلانول به زياتې ښيګڼې ولري. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: يوه ښيګڼه یې دا ده چې کولاى شوو له خپلو ټولو نړيوالو همکارانو څخه وغواړو د علمي کيندنو او اکتشافاتو په برخه کې پانګونه وکړي او د لرغونپېژندنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپېژندنې رياست او له فرهنګ او هنر معينيت سره د ښو او زياتو اکتشافاتو په برخه کې مرسته وکړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې په احتمال سره د کابل بالاحصار ۳۰۰۰ کاله لرغونتيا لري.
دغه راز په دغو مراسمو کې د “دافا” موسسې رييس د فرهنګي برخو په تېره بيا د کابل بالا حصار ساحې د کيندنو د ارزښت او په لرغونپېژندنې پارک د بالا حصار د بدلولو لپاره د دغې موسسې د فعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه پارک کولاى شي خلکو ته د تفريح زمينه هم برابره کړي.
د مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او یادو مسوولينو د کابل بالاحصار د ترميم او ټينګښت پروژې د کار بهير چې پخوا آغا خان بنسټ پيل کړى دى، وکوت.
کابل / د ليندۍ ٢مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۵۲
Background image

محمد طاهر زهير او د «دافا» موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير او د “دافا” موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۴۱
Background image

محمد طاهر زهير د لاجورد فلم ملي جشن د پرانیستلو په مراسمو کې: سینما کولاى شي فرهنګ تبلیغ او جوړ کړي او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون پرون د لاجورد فلم ملي جشن په کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ خونې په تالار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبريال د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محمد الیاس داعي یادغونډه جوړوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال محمد الیاس داعي یاد غونډه په نږدې ورځو کې په کابل کې جوړوي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر. . .

BACK TO NEWS