محمدطاهر زهير:دفرهنګي اثارو ساتنه داطلاعاتواوفرهنګ له لومړيتوبونوڅخه دى

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۱:۴۴
محمدطاهر زهير:دفرهنګي اثارو ساتنه داطلاعاتواوفرهنګ له لومړيتوبونوڅخه دى .


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد ظاهر زهير نن  ديوشمېر ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ له رييسانو سره په تصويري خبرو کې ټينګاروکړ چې دفرهنګي  ملموسو اوغيرملموسو اثارو ساتنه  ددغه وزارت له لومړيتوبونو څخه دى .
 
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې تصويري خبرو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  دننګرهار ، غزني  ، پکتيکا ، خوست ،لغمان ، روزګان ، لوګر اودغور دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو کارونه اوستونزې وڅېړلې .
 
دغه راز ددغو ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو دخپلواړوندو رياستونو دکارونو  برياليتوبونو او  پروګرامونو رپوټونه  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريک کړل .
 
دوى  دتشکيل ، بودجې ، اودترانسپورتي وسايطو دکمښت   ، تاريخي ابدو ته دپاملرنې  دولايتونو  دعامه کتابتونونو دسمبالولو او ځوانانو ته دفرهنګي او روزنيزو پروګرامونو دترسره کولو په لاره کې دزمينو  دبرابرولو  له پلوه  خپلې يوشمېر ستونزې او غوښتنې هم بيان کړې .
په همدې ترتيب  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دهېواد د فرهنګي  ملموسو اوغير ملموسو  اثارو ساتنه ددغه وزارت  له لومړيتوبونو څخه وبلل  او په دې برخه کې  داطلاعاتواوفرهنګ درييسانو په پاملرنې هم ټينګاروکړ .
محمد طاهر زهير  په دې ترڅ کې چې ددغو ستونزو په لرې کولو کې  د همکارى ژمنه وکړه دمرکز او ولايتونو ترمنځ  دمنظمو اړيکو ، همغږى  او سمون  دچارو په ښه والي کې يومهم کار وباله .
کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS