لوګر کې د ګوهري ادبي بهیر دویمه ماښامنۍ مشاعره وشوه

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د هېواد په کچه د نوموتي انقلابی شاعر مرحوم ملا درمحمد ګوهري ادبي بهیر دویمه ماښامنۍ مشاعره وشوه.
یاده مشاعره د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د ولايتي ادارې د يو شمېر مسؤلينو، ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو، اديبانو او ځوانانو په ګډون ترسره شوه.
د مشاعرې په جريان کې نوموتي ترنم کوونکی قاري ذاکرالله جنتي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو د مشاعرې د جوړولو له امله مننه وکړه او ويې ويل: د درمحمد ګوهري ادبي بهیر له مشاعرو څخه موخه د شاعرانو او د شعر د مینوالو ادبي تنده خړوبول دي.
دغه ډول د مشاعرې په لړ کې راغلو شاعرانو او ترنم کوونکو په وار سره بېلابېلو برخو کې خپل ترتیب کړي اشعار او ترنمونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ګوهري ادبي بهیر لومړنۍ ماښامنۍ مشاعره د لسګونو شاعرانو او ځوانانو په شتون کې ترسره شوي وه.
۱۴۴۶/۸/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳۰ ل