کونړ کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۴۶
طز

د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له وړيا ښوونيز مرکز څخه شاوخوا ۹۰ تنه ځوانان له شپږ مياشتنيو زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي نجیب الله حنیف وویل: د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونيز مرکز څخه د انګليسي ژبې تر شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته شاوخوا ۹۰ تنه ځوانان فارغ شول، یاد ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر، انګليسي ژبې او فکرې روزنې په اړه تدريس کېږي، چې تر دې مهاله ترې سلګونه تنه ځوانان فارغ شوي دي.
د وړیا ښوونيز مرکز زده کوونکي د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي: د اقتصادي ستونزو له امله مو نشو کولای، چې په خصوصي ښوونيزو مرکزونو کې زده کړو ته دوام ورکړو، دا چې دلته ورته د وړیا زده کړو زمينه برابره ده، نو په پوره علاقې سره خپلو درسونو ته دوام ورکوو.

۱۴۴۶/۱۰/۲۵ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS