مزارشریف کې د چاپ او تبلیغاتو له شرکتونو څخه لیدنه وشوه
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو د آمر په مشرۍ یوه پلاوي په مزارشریف ښار کې د چاپ او تبليغاتي شرکتونو له دفترونو او چاپخونو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په ترڅ کې د اطلاعاتو آمر یادو شرکتونو ته د اسلامي امارت د پاليسۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اصولو په رڼا کې د کړنو او چاپي خدمتونو سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه؛ د چاپ او تبلیغاتو شرکتونه ځانګړی صنف دی او د مستقل جواز په درلودلو او اخېستلو مکلف دي.
نوموړي همدا راز وویل: هغه شرکتونه چې تر اوسه د چاپ د فعالیت جواز نلري ژر تر ژره دې جواز واخلي او هغه شرکتونه چې د جوازونو موده يې تېره شوې، د خپلو جوازونو د تمدید لپاره دې اقدام وکړي، تر څو د غیر قانوني کړنو په مخنیوي کې مؤثر تمام شي.
همدا رنګه هغو کسانو او چاپي خدمتونو ته چې پر خپلو دکانونو یې د تبلیغاتو لوحې ليکلې وې، لارښوونه وشوه، چې د خپل فعالیت لوحې ولیکي او د تبليغاتي شرکتونو لوحې له خپلو هټیو" دکانونو" څخه لرې کړي.
۱۴۴۶/۱۰/۲۵ ق
