لوګر کې د خوست او ننګرهار ولایت قلموالو مبارزینو ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه
یاده ناسته تېر ماښام د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، چې پکښې د لوګر او ننګرهار ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو، د مجازي نړۍ مخکښ مبارز جنرال مبین، د خوست او ننګرهار ولایتونو قلموالو مبارزینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د قلموالو مبارزینو هڅې او خدمتونه د قدر وړ وبلل او د قلم له لارې ټولنې ته د ښه پیغام ورکولو برخه کې يې د قلموالو هڅې ارزښتناکې یادې کړې.
ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري ساجد خوګیاني دا ډول ناستې جوړول د ځوانانو او قلموالو د کارونو په ښه والي کې مهمې وبللې او غوښتنه یې وکړه، چې دا لړۍ دې جاري وساتل شي.
له بل لوري د ناستې ګډونوالو په نوبت سره خپل نظرونه، آندونه، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.
۱۴۴۶/۳/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۷ هـ ل
