له افغانستان نه ټول زبرځواکونه شرمېدلي او سرټيټي وتلي دي

پورته څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خیرخواه صاحب د اسد ۲۸ مې ( د انګریزانو له اشغال څخه د ازادۍ ورځې) د لمانځنې په مراسمو کې د ګډون پرمهال وکړې.
د اسد ۲۸ مې ( د انګریزانو له اشغال څخه د ازادۍ ورځې) د لمانځنې مراسمو ته د وينا پرمهال الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب وويل: له افغانستان نه ټول زبر ځواکونه شرمېدلي او سرټیټي وتلي، بیا دې څوک د کوم بل بهرني هیواد د راوستولو هڅه نه کوي، که بریالي کيدای نو روس، بريتانیا او یا هم امريکا به بريالي شوي وو، د ۱۲۹۸ کال د اسد مياشتې په ۲۸ مه ظاهراً خوار خو په اصل کې مېړني ولس داسې استقلال اخستی، چې تر اوسه د دوی مینه زموږ په زړونو کې ځای لري.
ښاغلي خیرخواه صاحب زياته کړه؛ د نن هوساینه که له تېرو بدبختیو سره مقایسه شي، نو ددې نظام په ارزښت بیا ټول پوهیږي، په تیر شل کلن جهاد کې زموږ په قربانیو د دوستانو سربېره دښمنان هم اعتراف کوي، هغه خلک چې له هیواده بهر دي او د افغانستان اوسنی هوسا حالت نا امنه او وضعیت خراب معرفي کوي، په حقیقت کې د دوی خپل حالت سم نه دی او فکر کوي چې د ټول افغانستان وضعیت به خراب وي.
۱۴۴۶/۲/۱۵ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۲۹ هـ ل