لغمان کې د مطالعې د کلتور دود کولو او پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۸
..

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون تالار کې د مطالعې د کلتور د دود کولو او پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، شمېر استادانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د مطالعې کلتور دود کولو او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې د کلتور د دود کولو او پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي.
دغه راز مسؤلینو د عامه کتابتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: کتابتون د مطالعې ځای دی، ټول ځوانان باید هڅه وکړي چې کتابتون ته د مطالعې لپاره راشی او خپل وخت د علم په زده کولو کې تېر کړي.
ورته مهال استادانو او زده کوونکو د اطلاعات او کلتور ریاست څخه د مننې کولو ترڅنګ د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۶/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS