لغمان کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۱۹
..

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو د مرستيال والي په ګډون د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په لغمان کې د فعالو خصوصي او امارتي رسنیو، د خبریالانو د خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه معلومات شريک کړل.
مرستیال والي رسنۍ او خبریالان د امت مسلمه ژبه وبلله او ویې ویل: رسنۍ دې د نظام او د هېواد د ابادۍ ښه تصویر نړیوالو ته وړاندې کړي، اسلامي نظام کې د ټولو حقونه خوندي دي، رسنۍ او خبریالان دې په کلک هوډ، همت او اخلاص سره ددې نظام د پیاوړتیا او وطن د ابادۍ په موخه کار وکړي.

۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS