لغمان کې د حکومتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۲۲:۵۱
.....

لغمان کې د حکومتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه، په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د ولایت مقام ویاند مولوي سلامت خان بلال د ملي راډیو تلویزیون آمر محمد طاهر صافي، د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي، د محلي او نورو رسنیو مسؤلینو برخه درلوده.
په پیل کې ښاغلي رسولي د رسنیو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په دغه ولایت کې د رسنیو وضیعت ورځ تربله په ښه کېدو دی، اطلاعاتو ته لاس رسی اسانه شوی دی، د پخوا په پرتله راډیو ګانو او نورو رسنیو ته د فعالیت ښه زمینه برابره ده.
نوموړي همداراز د رسنیو مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې چې خپل نشرات به د افغاني او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرمخ وړئ.
ورپسې د رسنیو مسؤلینو خپلې ستونزې، پرمختګونه او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکې کړې، هغوی د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې میاشت په میاشت ورسره د همغږۍ غونډه کوي او د فعالیتونو ستاینه یې کوي.

۱۴۴۵/۳/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS