لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هلو ځلو خبریالانو ته د رواني خوندیتوب یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۲:۹
bbbb

 

 تیره ورځ لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هلو ځلو د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديې له  لوري ۲۵ تنو خبریالانو ته د رواني خوندیتوب اړوند یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
 د پیل په مراسمو کې  د اطلاعاتو آمر او د یادې اتحاديې ولایتي مسؤل عتیق الله قریشي د ورکشاپ اړوند معلومات ورکړل، او له خبریالانو څخه یې مننه وکړه چې برخه یې ورسره واخیسته.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي خبرې وکړې، نوموړي د ژورنالیستانو له ملي اتحاديې څخه مننه وکړه چې لغمان کې یې د خبریالانو لپاره د رواني خونديتوب پروګرام جوړ کړی دی، هغه وویل رسنۍ او خبریالان دلته په ازاده فضا کې فعالیت کوي او پر وړاندې یې هیڅ راز خنډونه نشته،هره موسسه او ټولنه کولای شي دلته د ځوانانو، خبریالانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او نورو لپاره پروژې او پروګرامونه ترسره کړي موږ ورته زمینه سازي کوو
د ژورنالیستانو د ملي اتحاديې غړي عنایت الله زیارمل له رئیس او د یاد ریاست له مسؤلینو مننه وکړه چې له دوی سره یې د ورکشاپ په تطبیق او جوړولو کې همکاري وکړه.هغه وویل په یاد ورکشاپ کې ۲۵ تنو خبریالانو ته د رواني خوندیتوب اړوند معلومات ورکړل شول ترڅو څه ډول کولای شي ځان او ټولنه له رواني ستونزو وساتي.
۱۴۴۴/۸/۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۹ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS